وروستیو راپورونو ښودلې ده چې ایراني پوله ساتونکو په تېرو دوو کلونو کې شپږ ځله پر هغو افغان کډوالو ډزې کړې دي چې غوښتل یې دغه هېواد ته ننوځي. تر ټولو تازه پېښه د اسلام قلعه په پوله کې رامنځته شوه چې په ترڅ کې یې پنځه افغانان ووژل شول.

د پېښې عیني شاهدانو ویلي چې ایراني ځواکونو د سراوان په سیمه کې پر دوی ناڅاپي ډزې پیل کړې. د دوی په وینا کله چې کډوالو د تېښتې هڅه کوله نو له کرل شویو ماینونو سره مخ شول چې له امله یې د مرګ ژوبلې شمېر نور هم لوړ شو.

سیاسي شنونکي دا ډول کړنې د بشري حقونو او د ښه ګاونډیتوب د اصولو خلاف بولي. له دې ټولو اندېښنو سره سره بیا هم په پولو کې پر افغان کډوالو ورته بریدونه دوام لري چې د خلکو خوندیتوب یې تر جدي ګواښ لاندې راوستی دی.

#افغان\_کډوال #ایران #بشري\_حقونه

🌐

Author