د بدخشان ولایت د واخان دهلیز له لارې له چین سره د افغانستان د نښلولو لپاره د طالبانو حکومت هڅې لا هم دوام لري. اړوندو چارواکو اعلان کړی چې د دې مهمې ترانزیتي لارې جوړولو چارې پنځه اویا سلنه پرمخ تللي او ډېر ژر به بشپړې شي.

خو اقتصادي کارپوهان بیا په دې باور دي چې د معیاري سوداګرۍ او ترانزیت د پیل لپاره یوازې د یوه خام سړک جوړول بسنه نه کوي. د دوی په وینا دا مسیر د لویو لارو او اورګاډي پټلۍ جوړولو لپاره د سلګونو میلیونونو ډالرو پانګونې ته اړتیا لري ترڅو دا لاره خوندي شي.

په دې پروژه کې امنیتي او جغرافیوي ننګونې هم لوی خنډونه دي. چین په سینکیانګ سیمه کې د خپلو امنیتي اندېښنو له امله تر اوسه د دې پولې پرانیستلو او د یو کمربند او یوې لارې په پروژه کې د افغانستان شاملولو ته لېوالتیا نه ده ښودلې.

#افغانستان #واخان #چین

🌐

Author