په بدخشان ولایت کې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او سوداګرۍ د پراختیا په موخه د "بدخشان لاجورد" دویم نندارتون پرانیستل شو. دا اقتصادي غونډه د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ جوړه شوې ترڅو افغان محصولاتو ته د بازار موندنې زمینه برابره شي.

په دې درې ورځني نندارتون کې بیلابیل کورني تولیدات لکه لاسي صنایع، غالۍ، لبنیات، وچه میوه او د مینځلو توکي نندارې ته ایښودل شوي دي. خصوصي شرکتونه هڅه کوي چې د خپلو محصولاتو د کیفیت په ښودلو سره د پیرودونکو او پانګوالو پام ځان ته راواړوي.

د دې پروګرام تنظیم کوونکي په دې باور دي چې په ولایتونو کې د ورته نندارتونونو جوړول د سیمه ایز اقتصاد په وده او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې ډیره مرسته کولی شي. لیدونکو هم د دې ګام ستاینه کړې او د کورنیو تولیدونکو د لا زیات ملاتړ غوښتنه یې کړې ده.

🌐

#افغانستان #اقتصاد #بدخشان #نندارتون #کورني\_تولیدات

Author