د افغانستان په بازارونو کې د سوځیدونکو توکو د بیو پرله پسې لوړیدو افغان ښاریان او موټر چلوونکي سخت اندیښمن کړي دي. اوس مهال په کابل کې یو لیتر پټرول په دوه اویا افغانۍ پلورل کیږي چې دې وضعیت د ژوند لګښتونه ډیر زیات کړي دي.

د موټرو چلوونکي وايي چې د تیلو او ګازو د بیو له لوړیدو سره سره، د مسافرو کرایه نه ده بدله شوې او د دوی ورځنی عاید کم شوی دی. سیمه ایزې ناندرۍ، د لیږد ستونزې او د ګاونډیو هیوادونو څخه د وارداتو کموالی د دې ګرانۍ اصلي لاملونه بلل کیږي.

اقتصادي مسؤلین وايي چې د تیلو نړیوالو بدلونونو پر کورني بازار مستقیم اغیز کړی دی. خلک د طالبانو حکومت له چارواکو غوښتنه کوي چې د بیو د کنټرول او پر کورنیو د مالي فشارونو د کمولو لپاره ژر تر ژره جدي ګامونه پورته کړي.

🌐

#افغانستان #اقتصاد #موټر\_چلوونکي #کابل #تیل

Author