د ترکیې پولیسو اعلان کړی دی چې په بولو ښار کې یې شل هغه افغان کډوال نیولي او بندیان کړي چې د اوسیدو قانوني اسناد نلري. دا کسان د ښار په بیلابیلو برخو کې د امنیتي ځواکونو د معمول پلټنو پرمهال وپیژندل شول.

د اداري پړاوونو له بشپړیدو وروسته، نیول شوي کسان نیغ په نیغه د کډوالۍ ادارې ته وسپارل شول ترڅو د شړلو لړۍ یې سمدستي پیل شي. په وروستیو میاشتو کې، د ترکیې حکومت د ناقانونه کډوالو د پیژندلو او شړلو بهیر خورا چټک کړی دی.

رسمي شمیرې ښیي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ترکیه کې نږدې شل زره افغان کډوال نیول شوي دي. افغانان لاهم د ټولو بهرنیو پناه غوښتونکو ترمنځ د نیول شویو کسانو ترټولو لوړه شمیره جوړوي.

#ترکیه #کډوال #پناه\_غوښتونکي #افغانستان

🌐

Author