د تایلنډ پلازمینې بنکاک په شمال کې په یوه میخانه کې د پراخې اورلګیدنې له امله لږ تر لږه اووه ویشت کسان وژل شوي دي. پدې خواشینونکې پیښه کې څه دپاسه شپیته نور کسان سخت ټپیان او سوځیدلي دي.
دا ویرونکې پیښه د دوشنبې په سهار رامنځته شوه او لومړنۍ څیړنې ښیي چې د بریښنا په سیسټم کې تخنیکي ستونزه د دې لامل شوې ده. خپاره شوي انځورونه ښیي چې د اور لویو لمبو ټوله ودانۍ په بشپړه توګه پوښلې وه.
د اور وژنې ټیمونو د اور له وژلو وروسته اعلان وکړ چې د ودانۍ ډیرې برخې په بشپړه توګه ویجاړې او ایرې شوې دي. د تایلنډي چارواکو لخوا د قربانیانو د پیژندلو بهیر د هویت اسنادو د نشتوالي له امله ورو پرمخ ځي.
#تایلنډ #پیښې #اورلګیدنه #نړۍ
🌐