وروستي راپورونه ښیي چې د ایران د ځینو ویزو د صادرولو دریدل په هرات ولایت کې د تور بازار د رامنځته کیدو لامل شوی دی. اوسمهال په دې بازارونو کې د ایران ویزې له اویا زرو څخه تر یو سلو پنځوس زرو افغانیو پورې پلورل کیږي.
ډیری افغان ښاریان چې په ګاونډي هیواد کې د کاري فرصتونو په لټه کې دي، وایي چې دوی د دې لویو پیسو د ورکولو توان نلري. د بادغیس ولایت یوه اوسیدونکي وویل چې که هغه دومره پیسې درلودلی، نو په خپل هیواد کې به یې کار پیل کړی وای.
سرچینې تاییدوي چې د سیاحتي، کاري او طبي ویزو صادرول په عمومي ډول درول شوي دي. په هیواد کې دننه اقتصادي ستونزې او بې کاري افغانان اړ کړي چې له ډیرو سختو شرایطو سره مخ شي.
#ایران\_ویزه #هرات #افغان\_کډوال
🌐