د پنجشېر ولایت محلي چارواکو اعلان کړی چې د دې ولایت څه دپاسه درې زره قيراطه زمرد پلورل شوي دي. دغه ارزښتمنه اندازه زمرد د داوطلبۍ له لارې د څه دپاسه دوه میلیونه افغانیو په ارزښت وپلورل شول.
د پنجشېر د والي ویاند زیاته کړې چې دا قیمتي ډبرې په وروستیو دوو اونیو کې د لومړۍ حصې ولسوالۍ له کانونو څخه ایستل شوې دي. د طالبانو د حکومت له لوري د دې کانونو ایستل او د هغې د محصولاتو پلور په دوامداره توګه روان دی.
د کانونو له پلور څخه ترلاسه شوي عواید د طالبانو د حکومت د لګښتونو په پوره کولو کې مهم رول لري. خو ځینې سیاسي ډلې نیوکه کوي او وايي چې دا بهیر د هېواد د ملي شتمنیو د لوټلو یو ډول دی.
#پنجشېر #زمرد #افغانستان #اقتصاد
🌐