په افغانستان کی د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوی مرستیاله وایی چی دفتر ته د دی اداری د ښځینه کارکوونکو د تګ مخنیوی د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره سرغړونه ده.

جورجټ ګانیان په خپله تازه مرکه کی څرګنده کړی ده چی ښوونځیو ته د نجونو د نه پریښودو لپاره د طالبانو د حکومت لخوا وړاندی شوی دلایل په هیڅ صورت د قناعت وړ نه دی.

هغی همدارنګه په ګوته کړه چی که د نجونو د ښوونی او روزنی او له ترهګرۍ سره د مبارزی په برخه کی جدی ګامونه پورته نشی نو د دوحی د څلورمی غونډی جوړیدل به شونی نه وی.

#د\_ښځو\_حقونه #زده\_کړه #افغانستان

🌐

Author