د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د هغو افغان ښاریانو د ملاتړ لپاره چې تازه خپل هیواد ته راستانه شوي، د کورنیو خیمو مرسته کړې ده. دا مرستې د لنډمهاله سرپناه د برابرولو په موخه ترسره شوې دي.

د دې وزارت ویاند ویلي چې دا خیمې د طالبانو په حکومت کې مسؤلینو ته سپارل شوي دي. هند ټینګار کوي چې دا اقدام د اړمنو خلکو لپاره د دې هیواد د دوامداره بشردوستانه مرستو یوه برخه ده.

په تیرو میاشتو کې هم هند د طبیعي پیښو ځپلو ته د درملو او طبي تجهیزاتو مرستندویه کڅوړې لیږلې وې. افغان کډوال هیواد ته له راستنیدو وروسته له جدي اقتصادي او د سرپناه له ننګونو سره مخ دي.

#هند #افغان\_کډوال #بشردوستانه\_مرستې

🌐

Author