په افغانستان کی د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوی مرستیالی جورجټ ګانیان په یوه مرکه کی ویلی دی چی د طالبانو د حکومت لخوا د عمومی عفوی فرمان په بشپړه توګه نه پلی کیږی.

د ملګرو ملتونو دی جګپوړی چارواکی ټینګار کړی دی چی د اوسنی وضعیت دوام کولی شی د دی هیواد د راتلونکو سیاسی تعاملاتو لپاره ډیری منفی پایلی ولری.

هغی خبرداری ورکړی چی که دا بهیر له بدلون پرته دوام ومومی نړیواله ټولنه به کمه ښکیلتیا ولری او د سولی او ثبات په برخه کی به هیڅ پرمختګ ونشی.

#افغانستان #یوناما #ملګری\_ملتونه

🌐

Author