پاکستاني چارواکو په خیبر پښتونخوا ایالت کې د افغان کډوالو د کورونو ړنګولو لړۍ پیل کړې ده. دا اقدام د بې اسناده کډوالو د جبري ایستلو لپاره د دې هیواد د حکومت د پلان یوه برخه ده.

ډیری کورنیو ونشو کړای خپل اړین توکي او د خپلو ناروغانو درمل له ویجاړ شویو کورونو څخه وباسي. د پاکستان پولیسو خبرداری ورکړی چې د بې ویزې کډوالو د نیولو لړۍ په جدي توګه روانه ده.

په پیښور کې افغان سوداګر هم د خپلو پیرودونکو د کمیدو او د کار وبار د دریدو خبر ورکوي. د طالبانو حکومت د پاکستان هغه ادعاوې تل رد کړي چې ګواکې د افغانستان خاوره کارول کیږي.

#کډوال #افغانستان #پاکستان #مهاجرت

🌐

Author