د افغانستان د پخواني حکومت لوی څارنوال په دې باور دی چې د یفتل ولسوالۍ لنډ مهاله سقوط د طالبانو د حکومت د واکمنۍ طلسم مات کړ. هغه دا پېښه د هیواد د سیاسي راتلونکي لپاره لوی درس وباله.
محمد فرید حمیدي ټینګار وکړ چې دې برید ثابته کړه چې د واک انحصار او استبداد به هیڅکله دوام ونه کړي. هغه زیاته کړه چې وسله واله مبارزه کولی شي یوازې پر پوځي اهدافو تمرکز وکړي.
د هغه په وینا په افغانستان کې د اوسني بحران د حل لاره د یو بل منل او ټولو ته ټولنیز عدالت ټینګول دي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت چارواکي دا برید بې ارزښته ګڼي.
#افغانستان #یفتل #بدخشان
🌐