د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر یوه مرکز د هوايي برید په اړه د بښنې نړیوال سازمان راپور په بشپړه توګه بې بنسټه وباله. دې وزارت ادعا کړې چې د دوی ټول پوځي عملیات یوازې د ترهګرو ډلو پر وړاندې ترسره کیږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي وویل چې د طالبانو حکومت وسله والو ډلو ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه ورکوي. هغه زیاته کړه چې دا ډلې د پاکستان پر ضد د بریدونو پلانولو او پلي کولو لپاره د افغانستان خاوره کاروي.
د بښنې نړیوال سازمان مخکې اعلان کړی و چې د پاکستان په برید کې لږترلږه دوه سوه او نهه شپيته ملکي وګړي وژل شوي دي. پاکستان د دې موضوع په ردولو سره ویلي چې د افغان کډوالو د راستنولو په بهیر کې هم هیڅ سرغړونه نه ده شوې.
#پاکستان #کابل #بښنې\_سازمان
🌐