د طالبانو حکومت سیمه ییز چارواکي وایي چې په جوزجان ولایت کې د یوې سختې ترافیکي پیښې له امله دوه کسان مړه شوي دي.

دا زړه بوږنونکې پیښه د شبرغان او قوش تپې ولسوالۍ پر لاره رامنځته شوې ده. یو موټر د سخت طوفان له امله چپه شوی چې په پایله کې یې چلوونکی او یو کلن ماشوم وژل شوي دي.

په دې پیښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اوه نور کسان ټپیان شوي چې د درملنې لپاره روغتون ته لیږدول شوي دي. د سړکونو خرابوالی تل د ورته پیښو لامل کیږي.

#جوزجان #ترافیکي\_پیښه #افغانستان

🌐

Author