د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی چې د کروز توغندیو په کارولو سره یې په بحرین هیواد کې د امازون شرکت پر زیربناوو برید کړی دی.

دغه پوځي بنسټ ادعا کړې چې د دې امریکایي شرکت د معلوماتو مرکز یې په بشپړ ډول ویجاړ کړی دی. خو امازون شرکت او د بحرین چارواکو لا تر اوسه دا خبر نه دی تایید کړی.

دا بریدونه په داسې حال کې ترسره کیږي چې په منځني ختیځ کې ترینګلتیاوې په شدت سره زیاتې شوي دي. امریکایي ځواکونو هم د ایران پوځي اډې په نښه کړي دي.

#ایران #امازون #منځنی\_ختیځ

🌐

Author