د طالبانو حکومت چارواکو اعلان کړی چې عزیزي انرژي شرکت د لس زره میګاواټه برېښنا تولیدولو د پروګرام لپاره اړین تخنیکي تجهیزات پېرلي دي. دا تجهیزات به ډېر ژر افغانستان ته ولېږدول شي ترڅو د انرژۍ د پروژو چارې چټکې شي.

د طالبانو حکومت د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او میرویس عزیزي ترمنځ په یوه ناسته کې د دې پروژو پر پرمختګ خبرې وشوې. ګډې تخنیکي کمېټې راپور ورکړی چې په کابل، پروان او غزني ولایتونو کې د لمریزې برېښنا د درېیو پروژو تړونونه لاسلیک شوي دي.

په تخار او بغلان ولایتونو کې د ډبرو سکرو د برېښنا فابریکو د جوړولو په اړه هم تخنیکي خبرې روانې دي. افغانستان د خپلې انرژۍ لپاره تر ډېره پر وارداتي برېښنا تکیه لري او د طالبانو حکومت هڅه کوي چې کورني تولیدات زیات کړي.

#افغانستان #برښنا #اقتصاد

🌐

Author