په دایکنډي ولایت کې سیمه ییزو سرچینو د شهرستان په ولسوالۍ کې د تیر حکومت د یوه لوړ پوړي پوځي چارواکي د وژل کیدو خبر ورکړی دی. دا کس محمد علي توفان نومیده او په دې ولایت کې یې د ملي امنیت د یوې برخې د مدیر په توګه دنده ترسره کوله.
د سرچینو په وینا دا پخوانی پوځي هغه مهال د نامعلومو وسله والو لخوا تر برید لاندې راغی چې د خپل کور دباندې ویده و. بریدګرو د هغه پر سر او غاړه مستقیمې ډزې کړي او له وژلو وروسته له سیمې څخه په تیښته بریالي شوي دي.
محمد علي توفان تر دې وړاندې د طالبانو حکومت لخوا نیول شوی او زنداني شوی و او پدې وروستیو کې تر څارنې لاندې و. د طالبانو حکومت د مشر لخوا د عمومي بخښنې د اعلان سره سره په هیواد کې د پخوانیو پوځیانو مرموزې وژنې لاهم دوام لري.
#افغانستان #دایکنډي #پخوانی\_پوځي
🌐