د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ یا سنتکام اعلان کړی چې پرله پسې په نهمه شپه یې د ایران په دننه کې پر پوځي اهدافو پراخ بریدونه کړي دي. په دې بریدونو کې د ایران د قوماندانۍ مرکزونه، د هوایی مدافعې سیسټمونه، د توغندیو توغولو ځایونه او ارتباطي شبکې په نښه شوي دي.

د امریکا پوځ ټینګار کړی چې دا پوځي عملیات د ولسمشر په مستقیم امر ترسره شوي او هدف یې په سیمه کې د خپلو کړنو په وړاندې د ایران ځواب ویوونکی کول دي. دا بریدونه په وروستیو ورځو کې د واشنګټن او تهران ترمنځ د کړکیچ بې ساري زیاتوالی ښیي چې نړیوالې اندیښنې یې راپارولي دي.

په همدې حال کې د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې د دغو بریدونو په غبرګون کې یې په سیمه کې د اردن په ګډون د امریکا پر پوځي اډو او تجهیزاتو بریدونه کړي دي. ایراني چارواکي وايي چې په دغو غچ اخیستونکو بریدونو کې د امریکا د پوځ څو پوځي الوتکو ته زیان اوښتی دی.

🌐

#امریکا #ایران #د\_منځني\_ختیځ\_کړکیچ

Author