د پاکستان پوځ اعلان کړی چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې پر یوې امنیتي پوستې د وسله والو په برید کې ۱۵ کسان وژل شوي دي. دا پېښه د جمعې په سهار د ټانک په ولسوالۍ کې رامنځته شوه چې په ترڅ کې یې ۱۲ بریدګر هم ووژل شول.

بریدګرو له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پوستې له دیوال سره ټکر کړ چې له امله یې پوستې ته سخت زیان واوښت. د پاکستان پوځ دا برید د ټي ټي پي ډلې ته منسوب کړی او ادعا یې کړې چې دا بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمیږي.

د طالبانو حکومت تل د پاکستاني چارواکو دا ادعاوې رد کړې دي. دوی پاکستان په خپل هېواد کې د امنیت په ټینګښت کې په بې کفایتۍ تورنوي او وايي چې د افغانستان خاوره به د بل چا پر ضد ونه کارول شي.

#پاکستان #خیبر\_پښتونخوا #امنیت

🌐

Author