د جرمني فدرالي اساسي قانون محکمې حکم کړی چې د دې هېواد حکومت نشي کولی په ډله ییزه توګه د افغانانو د بیا مېشتېدنې ژمنې لغوه کړي. محکمې ټینګار وکړ چې د کډوالۍ هره قضیه باید په جلا توګه وڅېړل شي.

دا پرېکړه د یوې افغانې مور او د هغې د دوو زامنو تر شکایت وروسته شوې ده. محکمې اعلان وکړ چې د شاوخوا ۶۴۰ کسانو د منلو ژمنو یو اړخیزه لغوه کول د جرمني د اساسي قانون له اصولو سره په ټکر کې دي.

د دې حکم پر بنسټ، د جرمني حکومت دنده لري چې د ویزې تر صادرېدو یا وروستۍ پرېکړې پورې، له هغو منل شویو کورنیو سره مالي مرسته وکړي چې دا مهال په پاکستان کې دي.

#جرمني #کډوالي #افغانان

🌐

Author