د طالبانو حکومت اعلان کړی چې ازبیکستان غواړی د دواړو هیوادونو ترمنځ ګډې اقتصادی پروژې ژر تر ژره پلي شی. د ازبیکستان د لومړی وزیر مرستیال جمشید خواجه یف د دې کار لپاره د تاشکند چمتووالی ښودلی دی.

یو لوړپوړی ازبیکستانی پلاوی چې پانګوال او دولتی چارواکی پکې شامل وو، کابل ته په سفر کې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره وکتل. دواړو خواوو د اقتصادی اړیکو پر پراختیا، د ترانزیتی خنډونو پر لرې کولو او د سوداګریزو همکاریو پر زیاتوالی ټینګار وکړ.

د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم اوس له یو میلیارد ډالرو څخه اوښتی دی. تاشکند په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونې او د پروسس کارخانو جوړولو ته هم چمتووالی ښودلی ترڅو اقتصادی اړیکې لا پراخې شی.

#افغانستان #ازبیکستان #اقتصاد #پانګونه

🌐

Author