د برتانیا حکومت سټیفن داوتي د افغانستان، پاکستان او د منځني ختیځ د ځینو برخو لپاره د مسوول وزیر په توګه معرفي کړی دی. نوموړي د جولای میاشتې راهیسې دا مهم ډیپلوماټیک مسوولیت په رسمي توګه پر غاړه اخیستی دی.
ښاغلي داوتي په ایکس پاڼه کې اعلان وکړ چې په دې دنده کې به د افغانستان پر دوسیو، بندیزونو او نورو مهمو مسایلو کار وکړي. هغه تر دې وړاندې هم په پراختیایي او بشردوستانه برخو کې ډېر فعالیتونه کړي دي.
برتانیا د طالبانو له حکومت سره د جدي اختلافاتو سره سره لا هم د افغانستان له خلکو سره یو له مهمو مرستندویانو څخه دی. دې هېواد ژمنه کړې چې په راتلونکو کلونو کې به د روغتیا او پوهنې برخو ته لویه بودیجه ځانګړې کړي.
#برتانیا #افغانستان #سیاست
🌐