په فراه ولایت کې ځایي سرچینې وايي، د پخواني حکومت یو سرتېری د خپل کور مخې ته د ناپېژانده وسله‌والو په ډزو کې وژل شوی دی. دا پېښه تېره اوونۍ د دغه ولایت مرکز ته نږدې شوې ده.

د سرچینو په وینا چې د سه‌شنبې په ورځ، د تلې په ۲۸مه، یې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، دا پېښه د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د "قلعه محمد" په کلي کې رامنځته شوې ده. وژل شوی کس محمد عارف نومېده او د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې یې د فراه ولایت په امنیه قوماندانۍ کې دنده ترسره کوله.

محمد عارف د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته، پوځي فعالیتونه پرېښي وو او په هېڅ ډلې پورې یې تړاو نه درلود. هغه د خپل ژوند د اړتیاوو پوره کولو لپاره د خپل کور مخې ته یو کوچنی دوکان جوړ کړی و او خپل عادي ژوند یې کاوه.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، ناپېژانده وسله‌والو د ماښام له لمانځه وروسته او د شپې له تیارې څخه په ګټې اخیستنې محمد عارف ته نږدې شوي او په مستقیمو ډزو یې وژلی دی. بریدګر له دې برید وروسته له سیمې تښتېدلي او هویت یې لا هم نه دی معلوم.

تر اوسه کومې ډلې د دې وژنې مسوولیت نه دی منلی، خو دې پېښې د پخوانیو پوځیانو د ځاني امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د پخواني حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د خپل سري نیولو، شکنجې او هدفي وژنو په اړه ګڼ شمېر راپورونه خپاره شوي دي.

د بشري حقونو بنسټونو په ځلونو له طالبانو غوښتي چې د خپل مشر له خوا اعلان شوې عمومي عفوې ته ژمن پاتې شي او د غچ اخیستونکو وژنو مخه ونیسي. خو له بېلابېلو ولایتونو څخه راپورونه د دې اندېښمنونکي بهیر د دوام ښودنه کوي.

سرچینه: ۸صبح ورځپاڼه

🌐

Author