سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو د حکومت استخباراتي ځواکونو د کنر ولایت مرکز اسعدآباد کې د جومات امامانو او د سیمې مشرانو نه وغوښتل چې د پخوانیو نظامیانو او حکومتي کارمندانو لیست ورته وسپاري.
د طالبانو استخباراتي مامورین د دم کلي، کیراله، اندرسیر او نورو ځینو کلیو ته لاړل. د کنر یوه اوسیدونکي وویل چې طالبان اندیښمن ښکاریدل او له سیمه ییزو مشرانو یې غوښتل چې د پخوانۍ دورې د ټولو حکومتي کارمندانو او نظامیانو لیست ورکړي.
دا اقدامات هغه وخت ترسره کیږي چې طالبانو مختلفو ولایتونو کې د پخوانیو نظامیانو او حکومتي کارمندانو شمیر بند، شکنجه او حتی وژلي دي. سرچینو همدارنګه د کنر سړکونو کې د امنیتي تدابیرو او لټون د پام وړ زیاتوالي هم راپور ورکړ.
#کنر #بشري\_حقوق #طالبان #افغانستان