د افغانستان د ازادۍ جبهې اعلان کړی چې د روژې د مبارکې میاشتې په احترام او د روژه تیانو د آرامتیا لپاره یې د طالبانو پر ضد خپل پوځي عملیات ځنډولي دي. یادې جبهې ویلي چې دا یو اړخیز اوربند به د اختر تر ورځو پورې دوام وکړي .
په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، که د دوی پر سنگرونو مستقیم برید ونه شي، دوی به عملیات نه کوي. خو خبرداری یې ورکړی چې که طالبان ملکي خلک وځوروي یا پاروونکي اقدامات وکړي، نو دوی به یې پر وړاندې غبرګون وښيي .
د ازادۍ جبهې افغانانو ته د روژې د رارسېدو مبارکي ویلې او ټینګار یې کړی چې د طالبانو د ادارې پر وړاندې به خپل عملیات له اختر وروسته بېرته پیل کړي. دا لومړی ځل نه دی چې دغه ډله په روژه کې جګړه دروي .