د برشنا شرکت مشر د اوزبیکستان د فني مقرراتو د اداری مشر سره په لیدنه کې د افغانستان د برق برخې د فني ظرفیت د لوړولو لپاره د همکارۍ غوښتنه وکړه. دواړو اړخونو د فني معیارونو پلي کولو، لابراتوارونو معیاري کولو او د کارمندانو د ځانګړي روزنې پر سر خبرې وکړې.

ملا عبدالحق همکار له اوزبیکستان چارواکو وغوښتل چې د آزمایشګاهي وسایلو د کالیبراسیون، د سیار لابراتوارونو د جوړولو او د نړیوالو معیارونو د پلي کولو برخه کې مرسته وکړي. د اوزبیکستان د فني مقرراتو اداره هم د همکارۍ لپاره چمتووالی اعلان کړ.

افغانستان خپل د اړتیا وړ له ۷۵ سلنې زیات برق له ګاونډیو هیوادونو، په ځانګړي توګه له اوزبیکستانه او تاجیکستانه واردوي. اوزبیکستان د طالبانو حکومت رسمي نه منلو سره سره، له افغانستانه سره اقتصادي اړیکې ادامه ورکړې دي.

#افغان\_برق #اوزبیکستان #برشنا #طالبان

Author