د نړیوال کډوالۍ سازمان (IOM) اعلان وکړ چې د جولای ۱۹ څخه تر اګست ۱ پورې، له ایران او پاکستان څخه ۱۰۰,۳۶۸ کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.
له دې شمېر څخه ۵۵,۶۳۱ کسان له پاکستان او ۴۴,۷۳۷ کسان له ایران راغلي دي. همدې موده کې ۴۲,۹۰۴ کسانو هم افغانستان پریښود.
دغه سازمان زیاتوي چې له ایران راستانه شویو دوه برخو ویلي چې د هغه هیواد له خوا اخراج شوي دي؛ داسې حال چې دا وضعیت د افغانستان د کمزوري اقتصاد باندې نور هم فشار راوړي.
#مهاجرت #افغانستان #د\_ایران\_اخراج #IOM
🌐