د هرات ولایت یو شمیر مالداران او غوا ساتونکي وايي چې د لګښتونو د زیاتوالي له امله له جدي اقتصادي بحران سره مخ دي. دوی د طالبانو حکومت او نورو ملاتړ کوونکو بنسټونو له نه پاملرنې څخه سخته نیوکه کوي.
د دې مالدارانو په وینا، د څارویو لپاره د خوراکي توکو لکه واښه او سبوس بیې په بې ساري ډول لوړې شوي دي. په ورته وخت کې، د دوی لبنیات په بازار کې په ډیره ټیټه بیه پلورل کیږي چې هیڅ ګټه نه ورته کوي.
د دې وضعیت دوام د ډیرو غوا ساتونکو فعالیتونه د بندیدو له ګواښ سره مخ کړي دي. مالداران خبرداری ورکوي چې که چیرې د طالبانو حکومت د دوی ستونزو ته پام ونه کړي، دا سیمه ییز صنعت به ژر له منځه لاړ شي.
🌐 #افغانستان #هرات #اقتصاد #مالداري