د طالبانو د صحت وزیر نور جلال جلالي اعلان وکړ چې د "پنځه کلن صحي ستراتیژۍ" موخه د هیواد د صحي سیستم د غیردولتي موسسو له انحصار ازادول دي. هغه وویل چې د دې پلان له عملي کیدو سره د مورو او ماشومانو مرګ ژوبله کمیږي.
خو د نړیوال روغتیا سازمان استازي ټینګار وکړ چې روغتیا یوازې روغتیاتونو ته محدوده نه ده او د زده کړو، تغذیې، سوچه اوبو او ټولنیزو ملاتړونو ته اړتیا لري. دا هغه مهال دي چې طالبانو تیرو پنځو کلونو کې نجونې د طبي پوهنتونو او روغتیایي انسټیټیوتونو له زده کړو منع کړي دي.
د ملګرو ملتونو راپورونه ښیي چې افغانستان کې د هر ۱۰۰,۰۰۰ ژوندیو زیږونو کې شاوخوا ۶۲۰ مورې مري، چې د نړۍ ترټولو لوړه کچه ده.
#افغانستان #روغتیا #طالبان #د\_مورو\_مرګ\_ژوبله #بشري\_حقوق
🌐