افغان هنرمندان، مدني فعالان او اوسیدونکو واشنګټن کې د طالبانو د حکومت د سیاستونو پر وړاندې یوځای شول. دا غونډه د اسد ۲۵ نیټه وشوه او برخه اخیستونکو د افغان ښځو او نجونو د حقوقو د ملاتړ غږ پورته کړ.
مشهور افغان هنرمند فرهاد دریا هم پدې غونډه کې ګډون وکړ او خلکو ته یې وویل چې احتجاجونو کې برخه واخلي. هغه وویل چې د نړیوال ټولنې د اقدام پر ځای باید «له ځانه پیل وکړو» او افغان نجونو ته یې وویل چې آنلاین زده کړې ته دوام ورکړي.
همدارنګه، افغانانو لږ تر لږه ۲۴ نړیوالو ښارونو کې احتجاجي غونډې وکړې. د دې برنامو اصلي ټکي د ښځو حقوق، د طالبانو سره د اړیکو د نورمال کولو مخالفت او د پناه غوښتونکو ملاتړ وو.
#افغان\_مهاجرین #واشنګټن #د\_ښځو\_حقوق #طالبان #فرهاد\_دریا