د لویدیځ کابل د شمع هدایت خصوصي مکتب کې د چاودنې وروسته چې نږدې ۵۰ ټپیان یې پریښودل، د طالبانو حکومت د مکتب مدیر، یو ښوونکی او د دوو زده کوونکو پلرونه ونیول.

دا چاودنه د اسد د ۲۶مې د دوشنبې پر ماښام د لویدیځ کابل د مهدیه ښارګوټي کې وشوه. د یوه روغتون له لیست سره سم لږ تر لږه ۱۴ ټپیان ۹ تر ۱۴ کلنې نجونې دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې دا چاودنه د داعش کار کیدای شي او تحقیقات روان دي.

نیول شوي کسان د ۱۸مې امنیتي حوزې ته لیږدول شوي او طالبانو مکتب ته د چا ننوتل بند کړي دي. تر اوسه هیڅ ډله مسئولیت نه دی منلی. ملګرو ملتونو او اروپایي اتحادیې دا پیښه غندلې او تحقیقاتو غوښتنه یې کړې ده.

#کابل #چاودنه #د\_شمع\_هدایت\_مکتب #طالبان #داعش #افغانستان

🌐

Author