د افغانستان د پخواني لومړي مرستیال امرالله صالح د خپلواکۍ د کلیزې پر ورځ وویل چې د طالبانو له واکمنۍ د خلکو خلاصون د هیواد د خپلواکۍ په اندازه مهم دی.
هغه د ایکس شبکه کې ولیکل چې «د اوسني وضعیت له لاسه آزادي او د کورني پردي د یوغ ماتول زموږ د خلکو لپاره د بهرني ځواک له خپلواکۍ سره برابر مهم دي». صالح د پخواني ولسمشر حامد کرزي د هغه پیغام لپاره هم ستاینه وکړه چې پکې پر دایمي سولې، ملي وحدت او د نجونو د زده کړې ټینګار شوی و.
صالح طالبان «کوري پردي» وبلل او وویل چې دوی د افغانستان مادي او معنوي شتمنۍ ویجاړې کړي دي. هغه د طالبانو د بریا د کلیزې پر وړاندې د کرزي خاموشي د دوی د ملاتړ نه کولو نښه وبلله.
#امرالله\_صالح #افغانستان #بشري\_حقوق #طالبان #د\_خپلواکۍ\_ورځ
🌐