د طالبانو د افغان شخصیتونو د تماس کمیسیون مشر شهاب الدین دلاور ادعا وکړه چې د تیرو پنځو کلونو په موده کې د جمهوریت د پخواني نظام نږدې ۱۳۸۸ چارواکو افغانستان ته راستنیدلي دي. هغه وویل چې د پخوانیو چارواکو د راستنیدو او ژوند لپاره هیڅ ستونزه نشته.
خو دا ادعاوې د موجوده واقعیتونو سره سمون نه خوري؛ پخوا ځینو پخوانیو چارواکو له راستنیدو وروسته د امنیتي ستونزو سره مخ شول او بیا یې هیواد پریښود. ځینو پخوانیو پوځیانو له راستنیدو وروسته ووژل شول او ځینو چارواکو راپور ورکړ چې طالبانو د هغوی شخصي شتمنۍ ضبطې کړي.
دلاور د پخوانیو چارواکو د سیاسي فعالیت په اړه وویل چې هیڅ محدودیت نشته، خو سمدستي یې دا شرط کیښود چې فعالیتونه باید "د اسلامي چوکاټ دننه وي او د نظام مخالف نه وي". ملګرو ملتونو تایید کړي چې د پخوانیو پوځیانو بندي کول، شکنجه او وژل لا هم روان دي.
#طالبان #افغانستان #پخوانی\_حکومت #مهاجرت