د افغانستان د ملي مقاومت جبهې سره نږدې سرچینو تایید کړل چې د حسیب پنجشیري تر څنګ، د هغه دوه نور ملګري — رومل پنجشیري او عتیق پنجشیري — هم طالبانو وژلي دي. تر اوسه پورې د هغوی جنازې کورنیو ته نه دي سپارل شوي.
رومل پنجشیري د شتل ولسوالۍ اوسیدونکی او عتیق پنجشیري د پنجشیر ولایت د مرکز د منجهور کلي اوسیدونکی و. رومل د پخواني نظام کې د ملي امنیت افسر او عتیق د اردو افسر و. پدې کمین کې د مقاومت جبهې نهه نور غړي هم طالبانو ونیول.
ویل کیږي چې طالبانو د وژل شویو جنازې او بندیان د پروان ولایت کې د طالبانو د استخباراتو ریاست ته لیږدولي دي. ملي مقاومت جبهې وویل چې د پلټنې وروسته به بشپړ جزییات خپاره کوي.
#ملي\_مقاومت\_جبهه #پنجشیر #طالبان #بشري\_حقوق #افغانستان