د طالبانو استخباراتو د تیرې چهارشنبې ورځ د کابل د وزیر اکبرخان سیمه کې د موبي ګروپ پورې اړوند «لپیس» رسانیز شرکت دفتر وتاړه او فعالیتونه یې ودرول. کمپیوټرونه او د معلوماتو ذخیره کولو ډیسکونه یې ضبط کړل.
د طالبانو استخباراتو پورې اړوند «هندوکش» رسانه لپیس د «ناوړه او غیراخلاقي» مینځپانګې خپرولو او د لویدیځ سبک رسانیزو پروګرامونو د ودې تورن کړ. یو سرچینه وایي چې د لپیس قضیه به د مزید تحقیق وروسته محکمې ته ولیږل شي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز دا کار غندلی او د رسانو د سرکوب د دوام برخه یې بللې ده. دا مرکز طالبانو ته غوښتنه کوي چې دفتر بیا پرانیزي او کارمندانو ته د بیرته کار کولو اجازه ورکړي.
#لپیس #د\_رسانو\_آزادي #طالبان #رسانیز\_سرکوب
🌐