د طالبانو حکومت د کانونو وزارت اعلان کړی چې د کندز ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې یې د سرو زرو د کان د استخراج تړون له دوو کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک کړی دی. د دې تړون ټولیز ارزښت له شل میلیون امریکايي ډالرو څخه زیات اټکل شوی دی.
دا پنځه کلنه پروژه د یوه کورني شرکت او د اذربایجان جمهوریت د یوه شرکت په ګډه همکارۍ پلي کیږي. قراردادي شرکتونو ژمنه کړې چې د استخراج د عوایدو دیرش سلنه به د طالبانو حکومت ته ورکوي او سلګونه زره ډالر به د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې لګوي.
مسوولین وايي چې د دې پروژې په پیلیدو سره به لسګونه کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي. له دې سره سره، ډیری هیوادوال په هیواد کې د کانونو د استخراج د تړونونو د لاسلیکولو په بهیر کې د روڼتیا پر نشتوالي نیوکه کوي.
#کندز #کانونه #اقتصاد #افغانستان
🌐