چهارشنبه سهار د ۴.۴ درجې زلزله د افغانستان ځينې برخې ولړزولې. دا زلزله د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ له ۳۳ کیلومتره واټن کې رامنځته شوې او ژوروالی يې ۲۱۲.۶ کیلومتره اعلان شوی دی.
تر اوسه پورې د دې پېښې د تلفاتو یا زیانونو په اړه هېڅ راپور نه دی خپور شوی. افغانستان د ویجاړونکو زلزلو سابقه لري او تېر کال د ۶ درجې زلزلې کنر ننګرهار لغمان او ګاونډۍ سیمې ولړزولې.
په هغې زلزلې کې ډېرې خټينې او خښتينې کورونه ونړېدل او لسګونه کورنۍ د کورونو لاندې مړې شوې. طالبانو ویلي و چې په کنر زلزله کې له دوو زرو څخه زيات کسان وژل شوي دي.
#د\_افغانستان\_زلزله #تخار #طبيعي\_پېښې 🌍