د اتريش د کورنيو چارو وزارت وويل چې يو ۲۶ کلن افغان کډوال چې په مالي جرمونو او مخدره توکو کې محکوم و، له وين څخه استنبول او بيا کابل ته اخراج شو.

د اتريش د کورنيو چارو وزير ګرهارد کارنر ويلي چې د کډوالو اخراج د دې هېواد پوليسو ته سخت کار دی خو دا سخت خو عادلانه لاره به دوام ومومي. اتريش تېر کال درې تنه او سږ کال دوه تنه افغانستان ته اخراج کړي دي.

په سږ کال کې د لومړيو اوو مياشتو په اوږدو کې اتريش شاوخوا ۸۸۰۰ کډوال خپلو هېوادونو ته يا د دوبلين پروګرام له لارې اخراج کړي دي. ۴۸ سلنه اخراج شوي کسان جرمي سابقه لري.

#کډوالي #اتریش #کډوال\_اخراج 🌍

Author