د طالبانو سفارت په اسلام اباد کې اعلان وکړ چې د پنجاب ایالت د چکوال سیمې کې د افغان دوکاندارانو د شتمنیو د لیلام موضوع یې د پاکستان له چارواکو سره شریکه کړې. د سفارت یوه پلاوي د ارزونې لپاره چکوال ته سفر کړی.
د طالبانو سفارت ویلي چې دوی د محلي چارواکو سره خبرې کړې ترڅو د دې دوکاندارانو د حقونو او شتمنیو د ساتنې لپاره قانوني لاره ومومي. محلي چارواکو د همکارۍ ژمنه کړې.
د افغان مهاجرو شړل له پاکستان څخه له درې کلونو راهیسې روان دي او په ځینو سیمو کې مهاجر اړ شوي چې شتمنۍ یې حراج کړي.
#افغان\_مهاجران #پاکستان #لیلام 🌍