د طالبانو د روغتیا وزارت د سرطان سره د مبارزې بنسټ هغه راپور رد کړ چې ویلي یې وو په هیواد کې یو نیم ملیون کسان په سرطان اخته دي.

د روغتیا وزارت ویاند وویل چې دا شمیرې سمې نه دي او ژر به رسمي او دقیقې شمیرې له خلکو سره شریکې کړي.

مخکې د سرطان د مبارزې بنسټ په افغانستان کې د دغې ناروغۍ د زیاتیدو په اړه اندیښنه ښودلې وه.

#سرطان #روغتیا_وزارت #افغانستان

Author