په هرات کې د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کې د یوې پراخې اورلګېدنې خبر ورکړی دی. دا پېښه چې د چهارشنبې په ماښام، د میزان په اتمه، رامنځته شوه، د سونګ توکو د ۱۵ ټانکرونو د بشپړ سوځېدو لامل شوه. د چارواکو په وینا، په دې پېښه کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.
د طالبانو د پولیسو لخوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، لومړنۍ ارزونې ښيي چې په دې اورلګېدنه کې د ۱۵ ټانکرونو سربېره چې په بشپړه توګه له منځه تللي، درې نور ټانکرونه هم قسمي زیانمن شوي دي. د اور وژنې ټیمونو له ډېرو هڅو وروسته د اور په مهارولو بریالي شول.
ځايي سرچینو مخکې رسنیو ته ویلي وو چې اورلګېدنه خورا پراخه وه او د پېښې ځای ته نږدې د ګازو او نفتي توکو سلګونه نور ټانکرونه هم ولاړ وو، چې دې موضوع د اور د خپرېدو په اړه جدي اندېښنې راپورته کړې وې. له دې پېښې څخه په خپرو شویو ویډیوګانو کې، موټر چلوونکي په وارخطایۍ سره د اور له سیمې څخه د خپلو موټرو د لیرې کولو په هڅه کې لیدل کیږي.
دا لومړی ځل نه دی چې د اسلام کلا ګمرک د داسې پېښې شاهد وي. شاوخوا پنځه کاله وړاندې، د ۱۳۹۹ کال د سلواغې په ۲۵مه، د همدې ګمرک په عمومي پارکینګ کې یوې لویې اورلګېدنې سلګونه د نفتي توکو ټانکرونه او موټرونه وسوځول او لسګونه کسان یې ټپیان کړل. هغه مهال هم چارواکو اعلان کړی و چې پېښې ځاني تلفات نه لرل.
د ۱۳۹۹ کال اورلګېدنه د پولې په هاخوا کې د ایران د اور وژنې د ټیمونو په مرسته مهار شوې وه. د اسلام کلا ګمرک له ایران سره د افغانستان یو له سترو او مهمو سوداګریزو لارو څخه دی او هره ورځ له دې لارې سلګونه بار وړونکي موټر تګ راتګ کوي.
د دې اورلګېدنې لامل تر اوسه په رسمي توګه نه دی اعلان شوی، خو په تېرو وختونو کې ورته پېښې ډېری وخت د خوندیتوب تدابیرو د نه مراعتولو او یا په ټانکرونو کې د تخنیکي ستونزو له امله رامنځته شوې دي. د طالبانو چارواکو ویلي چې په دې اړه څېړنې روانې دي.
سرچینه: افغانستان اینټرنشنل
🌐