د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د کونړ او هلمند پر ولایتونو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه په کلکه وغندل. نوموړي دا اقدام د افغانستان پر حریم تېری او د ملي حاکمیت ښکاره نقض وباله او له اسلام اباده یې وغوښتل چې د دښمنانه سیاستونو پر ځای، له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او متمدنو اړیکو پر بنسټ تعامل وکړي.

ښاغلي کرزي پر خپلو ټولنیزو پاڼو د یوه پیغام په خپرولو سره، د پاکستاني پوځ د بریدونو د قربانیانو له کورنیو سره د ژورې خواخوږۍ ترڅنګ، دا پېښه په سختو ټکو وغندله. هغه ټینګار وکړ چې دا ډول کړنې یوازې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي او بې باورۍ د زیاتوالي لامل کیږي او د شته ستونزو حل لاره نه ده.

پخواني ولسمشر د پاکستان مشرانو ته په خپل پیغام کې وویل چې د «پلمو لټولو، د افغان ښځو او ماشومانو وژلو، او جګړه ییزو سیاستونو» پر ځای باید پر خپلو دښمنانه پلانونو له سره کتنه وکړي. هغه له پاکستانه وغوښتل چې د ستونزو ریښې په خپل کور کې ولټوي او پر نورو له تور لګولو ډډه وکړي.

دا غبرګون په داسې حال کې راځي چې د طالبانو حکومت تایید کړې چې پر ملکي سیمو د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. ښاغلي کرزي هم دې تلفاتو ته په اشارې سره هغه ټکان ورکوونکي او د نه منلو وړ وبلل.

د پاکستان بریدونه، چې د اسلام اباد په وینا د ترهګرو د پټنځایونو پر ضد شوي، په افغانستان کې له پراخې غندنې سره مخ شوي دي. ډیری سیاسي څېرې او هیوادوال دا بریدونه د افغانستان په اړه د پاکستان د دوه ګوني سیاست نښه بولي.

حامد کرزي تل له پاکستان سره پر متقابل درناوي ولاړو دوستانه اړیکو ټینګار کړی دی. هغه په دې باور دی چې په افغانستان او پاکستان کې ثبات او امنیت له یو بل سره تړلي دي او یوازې د صادقانه همکارۍ له لارې پر ګډو ننګونو، د ترهګرۍ په ګډون، برلاسي کیدای شي.

سرچینه: ټولنیزې رسنۍ

🌐

Author