د طالبانو د حکومت چارواکي به د دویم ځل لپاره د ملګرو ملتونو په راتلونکې اقلیمي غونډه (COP) کې د څارونکو په توګه ګډون وکړي. دا غونډه ټاکل شوې چې راتلونکې اونۍ د ترکیې په انتالیا ښار کې جوړه شي او په دې غونډه کې د طالبانو حضور، که څه هم د څارونکو په توګه، نړیوال پام ځانته اړولی دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلون د څانګې رئیس روح الله امین، د سهشنبې په ورځ اسوشیټیډ پریس ته وویل چې د دې ډلې یو چارواکی پلان لري په دې غونډه کې ګډون وکړي. یوه ترکي چارواکي هم چې نه یې غوښتل نوم یې افشا شي، د څارونکو په توګه د طالبانو د پلاوي حضور تایید کړ.
دا دویم ځل دی چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له رسېدو وروسته په داسې یوه غونډه کې ګډون کوي. د دوی لومړی حضور دوه کاله وړاندې د اذربایجان په باکو کې په اقلیمي غونډه کې و. خو ملګرو ملتونو لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د دې سازمان په عمومي اسامبله کې د افغانستان چوکۍ لا هم د پخواني حکومت د استازي په لاس کې ده.
د ښځو پر زده
کړو او کار د طالبانو سخت محدودیتونه د دې ډلې د نړیوال نه پېژندلو له اصلي لاملونو څخه دي. له همدې امله، د اقلیمي کنفرانسونو غړو هېوادونو د افغانستان د رسمي استازیتوب په اړه پرېکړه ځنډولې او دا هېواد عملاً له اصلي خبرو اترو څخه لرې پاتې شوی دی. د څارونکي دریځ طالبانو ته اجازه ورکوي چې په غونډو کې ګډون وکړي خو په رسمي پرېکړو کې رول نه لري.
افغانستان د اقلیمي بدلون په وړاندې د نړۍ یو له خورا زیانمنونکو هېوادونو څخه دی او د وچکالۍ، د اوبو کمښت او ویجاړونکو سېلابونو په څېر له ګڼو بحرانونو سره مخ دی. د مهاجرت د نړیوال سازمان د راپور له مخې، د ۱۴۰۴ کال له حمل څخه تر قوس پورې، په ټول هېواد کې تر ۱.۶ میلیونه ډېر خلک د اقلیمي بدلون د اغېزو له امله له خپلو کورونو بې
ځایه شوي دي.
طالبان استدلال کوي چې د افغانستان خلک باید د دې بحرانونو سره د مبارزې لپاره په اقلیمي غونډو کې استازیتوب ولري او نړیوالو اقلیمي مالي سرچینو ته لاسرسی ومومي. برعکس، منتقدین وايي چې له طالبانو سره هر ډول تعامل باید د دوی د حکومت د په رسمیت پېژندلو په معنا نه وي.
سرچینه: اسوشیټیډ پریس
🌐