په بدخشان ولایت کې ځایي سرچینو د پنجشنبې په سهار، د میزان په نهمه، د دغه ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې د یوې چاودنې خبر ورکړی دی. د دغو سرچینو په وینا، چاودنه د وکیل اباد دشت شهدا په سیمه کې شوې، خو تر اوسه د چاودنې د ډول او احتمالي تلفاتو په اړه کره جزئیات په لاس کې نشته.

په بدخشان کې د طالبانو د حکومت ځایي چارواکو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي. دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې بدخشان ولایت په وروستیو میاشتو کې د پام وړ امنیتي پېښو، د وسله والو مخالفینو پر ضد د طالبانو د پوځي عملیاتو او له دغو ډلو سره د همکارۍ په تور د خلکو د پراخو نیونو شاهد و.

له دې پېښې یوازې درې ورځې وړاندې، د دوشنبې په ورځ، د میزان په شپږمه، د فیض اباد ښار په «جلغر» سیمه کې یوه بله چاودنه شوې وه. په هغه برید کې د طالبانو د ځواکونو یو هایلکس ډوله موټر په نښه شوی و. د هغې چاودنې مسؤلیت «د افغانستان د ازادۍ جبهې» پر غاړه اخیستی و.

د ازادۍ جبهې په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې وه چې د دوشنبې د ورځې د برید په پایله کې لږ تر لږه درې تنه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. دا جبهه له هغو څو وسله والو ډلو څخه یوه ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې د دغه ډلې د حکومت پر ضد د خپل شتون اعلان کړی او وخت په وخت د هېواد په بېلابېلو برخو کې بریدونه تنظیموي.

په بدخشان کې، چې له تاجکستان، چین او پاکستان سره ګډه پوله لري، د ناامنیو زیاتوالی د افغانستان په شمال ختیځ کې د ثبات په اړه اندېښنې راپورته کړې دي. د طالبانو حکومت تل ادعا کوي چې په ټول هېواد کې یې سراسري امنیت تامین کړی، خو د چاودنو او وسله والو بریدونو پرله پسې راپورونه دا ادعا ننګوي.

د فیض اباد ښاریانو پر امنیتي وضعیت اندېښنه ښودلې او له مسؤلینو یې غوښتي چې د داسې پېښو د تکرار مخنیوي لپاره جدي پاملرنه وکړي. تر اوسه کومې ډلې د پنجشنبې د سهار د چاودنې مسؤلیت نه دی منلی.

سرچینه: افغانستان اینټرنشنل

🌐

Author