د افغانستان د خبریالانو مرکز راپور ورکړی چې د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت ځواکونو په کابل کې د افغان غږ (آوا) خبري اژانس او تبیان کلتوري مرکز دفترونه تړلي دي. دا اقدام په هیواد کې پر رسنیو او مدني بنسټونو د لا زیاتو محدودیتونو ښکارندويي کوي.
د دې مرکز په وینا، دا پېښه تېره پنجشنبه، د تلې په ۲مه، د کابل په لویدیځ د دشت برچي په سیمه کې رامنځته شوې ده. د طالبانو ځواکونو د دغو دوو بنسټونو دفترونه مهر او لاک کړي دي. دا سیمه تر ډېره د شیعه ګانو استوګنځی دی او په دې وروستیو کې د څو نورو مرکزونو د تړل کیدو شاهده هم وه.
سربیره پردې، د افغانستان د خبریالانو مرکز اعلان وکړ چې د شنبې په ورځ، د آوا خبري اژانس خبریال، ضامن علي چاووشي، د تبیان مرکز له پنځو کارکوونکو سره یوځای عدلیې وزارت ته له احضاریدو وروسته نیول شوي دي. د دغو کسانو برخلیک لا هم نه دی معلوم.
د رسنیو د ملاتړ دې بنسټ د آوا خبري اژانس د دفتر تړل او د خبریال نیول یې په کلکه غندلي دي. د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي چې ښاغلی چاووشي دې سمدستي او له کوم قید او شرط پرته خوشې کړي او آوا خبري اژانس ته دې د بیا فعالیت اجازه ورکړي.
د یادونې وړ ده چې د تبیان کلتوري مرکز او د افغان غږ (آوا) خبري اژانس د سید عیسی حسیني مزاري لخوا اداره کیږي. ښاغلي مزاري په تیرو وختونو کې په خپلو ویناوو کې په مکرر ډول د طالبانو د حکومت د پالیسیو ملاتړ کړی و. د هغه پورې تړلو بنسټونو د دفترونو د تړلو او د کارکوونکو د نیولو لامل لا هم د طالبانو لخوا نه دی اعلان شوی.
د طالبانو د عدلیې وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. دې چوپتیا په افغانستان کې د بیان ازادۍ او د رسنیو د فعالیت په اړه ابهامات او اندیښنې زیاتې کړي دي. په وروستیو ورځو کې طالبانو د کابل په شیعه میشتو سیمو کې څو دیني، تعلیمي او یو روغتیايي مرکز هم تړلی دی.
سرچینه: د افغانستان د خبریالانو مرکز
🌐