د جرمني پولیسو تایید کړې چې یو څلویښت کلن افغان سړی د کډوالو په یوه کمپ کې د شخړې پر مهال وژل شوی دی. دا تریخ رویداد د بایرن ایالت په هرشینګ ښار کې رامنځته شوی دی.
د امنیتي چارواکو په وینا، دا وژنه د دوو افغان کډوالو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده. په دې شخړه کې یوه شپږویشت کلن افغان ځوان د چاقو په کارولو سره پر قرباني برید کړی او هغه یې سخت ټپي کړی و.
ټپي شوی کس روغتون ته له لیږدولو وروسته ساه ورکړه او د هغه د ژغورلو لپاره د ډاکټرانو هڅې بې پایلې وې. د جرمني پولیسو برید کوونکی پرته له کوم مقاومت څخه نیولی او د دې جنایت د انګیزې په اړه څیړنې روانې دي.
#جرمني #افغان #کډوال #وژنه
🌐