د هه
نگاو د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی چې د ایران اسلامي جمهوریت د تورات محمدي په نوم یو ۴۲ کلن افغان وګړی او د سپاه پاسداران پخوانی غړی د جاسوسۍ په تور اعدام کړی دی.
د دغه راپور له مخې چې د پنجشنبې په ورځ، د تلې په ۱۰مه خپور شو، دغه افغان زنداني د چهارشنبې په سهار، د تلې په لومړۍ نېټه (د سپټمبر ۲۳مه) د کرج په زندان کې په پټه او د کورنۍ له خبرتیا پرته اعدام شوی دی. ښاغلی محمدي واده کړی و، څلور ماشومان یې لرل او شاوخوا دوه کاله یې په زندان کې تېر کړي وو.
هه
نگاو د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې دغه کس له نیول کېدو مخکې د سپاه پاسداران په یوه اړونده ارګان کې فعالیت کاوه. هغه شاوخوا دوه کاله وړاندې ونیول شو او د اوو میاشتو لپاره د سپاه پاسداران د اطلاعاتو په یوه امنیتي توقیف ځای کې تر سختو پوښتنو ګروېږنو لاندې و.
د راپور پر بنسټ، دغه زنداني له اعدام څخه شپږ ورځې وړاندې د کرج مرکزي زندان ته لېږدول شوی و. د هغه د اعدام حکم د هغه کورنۍ او وکیل ته له مخکینۍ خبرتیا پرته او په داسې حال کې اجرا شو چې هغه له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره له وروستۍ کتنې هم بې برخې شوی و.
په ایران کې د افغان وګړو اعدام په وروستیو کلونو کې د پام وړ زیات شوی دی. د بشري حقونو د بنسټونو لخوا د راټولو شویو معلوماتو له مخې، په تېرو دریو کلونو کې په ایران کې شاوخوا ۱۹۰ افغان وګړي اعدام شوي دي.
په دغه شمېر کې په ۲۰۲۴ کال کې ۸۰ تنه، په ۲۰۲۵ کال کې ۸۴ تنه او د روان میلادي کال (۲۰۲۶) له پیل راهیسې ۲۳ تنه شامل دي. دغه بهیر په ایران کې د افغان کډوالو او مهاجرینو د حقوقي او بشري وضعیت په اړه جدي اندېښنې راپورته کړې دي.
سرچینه: د هه
نگاو د بشري حقونو سازمان
🌐