د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت، په کونړ او هلمند ولایتونو د پاکستان د وروستیو بریدونو په غبرګون کې وویل چې طالبان به "د خلکو د وینې غچ" واخلي او پاکستان ته به "حساب شوی ځواب" ورکړي.

ښاغلي فطرت د پنجشنبې په ورځ له ملي تلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې د پاکستان پوځ تېره شپه د کونړ په شلتن او د هلمند په ګرمسېر ولسوالیو کې د استوګنې سیمې بمبارد کړې دي. هغه زیاته کړه چې دغو بریدونو د انساني تلفاتو ترڅنګ، درې کورونه هم په بشپړه توګه ویجاړ کړي دي.

د طالبانو د ویاند مرستیال دا بریدونه "جنګي جنایت"، "د افغانستان پر خاوره ښکاره تېری" او له نړیوالو اصولو سره په ټکر کې وبلل او پر قاطع ځواب یې ټینګار وکړ.

فطرت وویل: "اسلامي امارت یو ځل بیا ټینګار کوي چې د داسې تېریو په ځواب کې به د خپلو خلکو د وینې غچ اخلو او پاکستان ته به حساب شوی ځواب ورکوو."

هغه د پاکستان هغه ادعا هم رد کړه چې ګواکې د افغانستان خاوره د دغه هېواد پر ضد کارول کیږي او ادعا یې وکړه چې پاکستان "له ځینو هېوادونو سره د خپلو امنیتي ژمنو او تړونونو" د ساتلو لپاره دا ډول اقدامات کوي، خو په دې اړه یې نور جزئیات ورنه کړل.

دا سختې څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د طالبانو په مشرتابه کې پاکستان ته د غبرګون د څرنګوالي په اړه د نظر د اختلاف راپورونه هم شته. د افغانستان انټرنیشنل په ګډون ځینو سرچینو راپور ورکړی چې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د پاکستان بریدونو ته له پوځي ځواب سره مخالفت کړی دی. خو طالبانو په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

سرچینه: ملي تلوېزیون، افغانستان انټرنشنال

🌐

Author