د کونړ او هلمند ولایتونو باندې د پاکستان له هوایي بریدونو څخه یوه ورځ وروسته چې د ملکي وګړو د وژل کېدو لامل شول، تر اوسه هیڅ هیواد هم دا بریدونه په رسمي توګه نه دي غندلي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) تر دې مخکې تایید کړې وه چې په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي، چې ډېری یې ماشومان وو، وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي. یوناما د تاوتریخوالي د کمولو او خبرو اترو پر اړتیا د ټینګار ترڅنګ، ملکي وګړو ته د نور زیان د مخنیوي لپاره د نړیوالو قوانینو د درناوي غوښتنه کړې ده.

د طالبانو حکومت د پېښې د انځورونو په خپرولو سره د استوګنې پر کورونو د پاکستاني جنګي الوتکو بریدونه "تېری او جنایت" بللی او هغه یې په کلکه غندلی دی. دې ډلې له اسلام اباد څخه د داسې اقداماتو د سمدستي بندولو غوښتنه کړې ده.

بلخوا، د پاکستان دولت اعلان کړی چې دا بریدونه د "غضب للحق" په نوم عملیاتو په چوکاټ کې او د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي او په پایله کې یې "۲۲ ترهګر" وژل شوي دي. اسلام اباد دا عملیات د خپل ملي امنیت د ساتنې لپاره اړین بللي دي.

د نړیوالې ټولنې چوپتیا په داسې حال کې دوام لري چې د افغانستان ځینو کورنیو سیاسي شخصیتونو دا بریدونه غندلي دي. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي دا بریدونه په کلکه وغندل او هغه یې د هیواد د ملي حاکمیت څخه سرغړونه وبلله او له اسلام اباد څخه یې وغوښتل چې د دښمنانه سیاستونو پر ځای، د ښه ګاونډیتوب او متمدنو اړیکو پر بنسټ عمل وکړي.

دا نړیوال غبرګون نشتوالی د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د ادارې ترمنځ د پوله ییزو تاوتریخوالو د زیاتوالي په وړاندې د هیوادونو محتاطانه چلند ښيي.

سرچینه: زرین ټي وي راپور

🌐

Author